۲ برخه
واقعي خدای څوک دی؟
یوازې یو رښتنی خدای شته او د هغه نوم یَهّوه دی (زبور ۸۳:۱۸). خدای روح دی، ځکه په سترګو نه لیدل کېږي او هېڅوک نه توانېږي چې هغه وویني. خدای زمونږ سره مینه لري او غواړي چې دی په مونږ باندې هم ګران وي. د خدای خوښه دا ده، چې مونږ د نورو خلکو سره د خپل ځان په شان مینه کوو (متی ۲۲:۳۵-۴۰). خدای تعالی د هر څه جوړونکی دی او د ټولو مخلوقاتو خالق دی.
په شروع کې خدای یوه پرښته جوړه کړه. دغه لومړۍ پرښته ډېر قوي ملک وُ، چې وروسته عیسیٰ نومېدهُ. خدای تعالی نور بې شمېره ملکان جوړ کړل.
خدای یَهّوه هر څه په آسمان کې جوړ کړل ... او هر څه په ځمکې باندې هم. مُکاشفه ۴:۱۱
پېدایښت ۱:۱).
سپوږمۍ، ستوري، ځمکه او هر څه چې په دې کې شته، هغه یې پیدا کړل (خدای یَهّوه لومړی انسان، آدم، د خاورې څخه جوړ کړ (پېدایښت ۲:۷).