زمونږ نړۍ د چا په لاس کې ده؟
ستاسو په فکر . . .
-
د خدای په لاس کې ده
-
د خلکو په لاس کې ده
-
د بل چا په لاس کې ده
د خدای کلام څه وایي؟
«ټوله نړۍ د بدکاره [یعنې شیطان] تر لاس لاندې ده» (اول یوحنا ۵:۱۹، د نوې نړۍ ژباړه).
«خدای به ډېر ژر شیطان ستاسو تر پښو لاندې کړي» (رومیانو ۱۶:۲۰، د نوې نړۍ ژباړه).
دغه حقیقت ستاسو دپاره څه معنی لري؟
د کړېدلو او ستونزو د پیدا کېدو په باره کې منطقي توضیحات ورکوي (مُکاشفه ۱۲:۱۲).
په نړۍ کې د ژوند شرایط به ښه شي (اول یوحنا ۲:۱۷).
ولې د خدای په کلام باندې باور شته؟
د لاندې دلایلو له خاطره:
-
شیطان د نړۍ په اداره کولو ناکام شو. یَهّوه خدای ژمن دی چې پر انسانانو باندې د شیطان واکمنۍ پای ته ورسوي. خدای ژمنه کوي، چې «شیطان به له منځه وړي» او ټول زیان، کوم چې شیطان انسانانو ته رسولی دی، به بېرته سم کړي (عبرانیانو ۲:۱۴).
-
خدای عیسیٰ مسیح پر نړۍ باندې د واکمنۍ لپاره غوره کړی دی. عیسیٰ د اوسنی ظالم او ځانغوښتونکي واکمن بشپړ مخالف دی. د عیسیٰ مسیح د پادشاهی په اړه خدای ژمنه کوي: «دی به په ضعیفانو او غریبانو رحم وکړي . . . د ظلم او تاوترېخوالي څخه به هغوی وژغوري» (زبور ۷۲:۱۳، ۱۴).
-
خدای هېڅکله درواغ نه وایي. د خدای کلام وایي: «خدای درواغ نه شي ویلی» (عبرانیانو ۶:۱۸). کله چې یَهّوه خدای ژمنه کوي، حتماً به تر سره شي (یشعیاه ۵۵:۱۰، ۱۱). «د اوسنۍ نړۍ واکمن به وشړل شي» (یوحنا ۱۲:۳۱).
فکر وکړئ:
که چېرې شیطان، اوسنی واکمن، ورک شي، نو زمونږ نړۍ به څرنګه وي؟
د خدای په کلام کې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کولای شئ: زبور ۳۷:۱۰، ۱۱ او مُکاشفه ۲۱:۳، ۴